۰
مایک پمپیو:

تمه ده د بندیانو تبادله په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو سبب شي

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تمه ښودلې، چې د بندیانو تبادله به افغانستان کې سولې او د جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابره کړي.
تمه ده د بندیانو تبادله په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو سبب شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تمه ښودلې، چې د بندیانو تبادله به افغانستان کې سولې او د جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو ویلي، په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان د امریکايي ځواکونو په مرکز کې دي او ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

نوموړي زیاته کړې، هیله لري، د هغوی خوشې کېدل یو بل ښه نیت څرګند کړي چې سولې او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي.

په ورته وخت کې طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د بندیانو تبادله به د باور رامنځ ته کولو، ښه نیت او سولې د ګړندي کولو لپاره یو مهم ګام دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تر څنګ یې لس افغان سرتېري هم خوشې کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي« د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید خوشې کېدل یو مثبت ګام و او دوی یې هرکلی کوي خو په بدل کې یې دوی هم دوه تنه د امریکايي پوهنتون استادان او لس افغان سرتېري نن خوشې کړي دي.»

نوموړي دا یوه بریالۍ تکمیل شوې پروسه بللې ده او زیاته کړې یې ده دا حسن نیت او د باور جوړونې لپاره مهم کار و چې د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته کوي.

د یادونې ده، چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید دوه ورځې وړاندې د بګرام زندان څخه خوشي او د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شول.

دوی درې واړه د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د دوه استادانو بدل کې خوشي شول، چې دغه دوه استادان هم پرون د طالبانو له لوري د افغانستان د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه امریکایي لوري ته وسپارل شول.

ولسمشر غني د درې طالب زندانیانو د خوشي کېدو د اعلان پر مهال و ویل، چې دا کار د سولې لپاره د باور فضا د رامنځ ته کولو، سولې مخامخ خبرو، تاوتریخوالي کمېدو او دغه راز له دوه امریکایي استادانو سره د خواخوږۍ په موخه خوشي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي