۰
ولسمشرغني:

د داعش تسلیم شوې مېرمنې او ماشومان پاکستان ته نه، قبایلو ته سپارم

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار ولایت کې د داعش د ختمېدو اعلان وکړ وايي، تسلیم شوي داعشیانو مېرمنې او ماشومان به پاکستان ته نه بلکې قبایلو ته وسپاري.
د داعش تسلیم شوې مېرمنې او ماشومان پاکستان ته نه، قبایلو ته سپارم
ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار ولایت کې د داعش د ختمېدو اعلان وکړ وايي، تسلیم شوي داعشیانو مېرمنې او ماشومان به پاکستان ته نه بلکې قبایلو ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې پرون سه شنبې د لړم ۲۸ مه ننګرهار ته تللی و دغه څرګندونې په جلال آباد ښار کې قومي مشرانو ته په وینا کې وکړې او ویې ویل، چې د افغان ځواکونو او ځاي پاڅونوالو پر مټ او ګډې همکارۍ داعش ډله په ننګرهار کې ختمه شوه.

ولسمشر غني زیاته و ویل، کال مخکې چا فکر نه کاوه، چې داعش ډله به ماتېږي خو په وینا کله چې ولس له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په اتفاق وي هر څه کېدای شي او نن معلومه شوه، چې داعش ختم شو.

په ورته وخت کې ولسمشر غني زیاته کړه، چې د تسلیم شویو داعشیانو مېرمنې او ماشومان به پاکستان ته نه بلکې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې قومي مشرانو ته وسپاري.

نوموړي د ننګرهار والي ته دنده وسپارله، چې ژر تر ژره د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې قومي مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي او یو واضح چوکاټ رامنځ ته کړي.

ښاغلي غني و ویل«زه غواړم د تسلیم شویو داعشیانو له مېرمنې او ماشومان سره اسلامي، افغاني او پښتني چلند وشي او طریقه یې تاسې قومي مشران او قومونو سره برابره کړۍ، چې وزیرستان کې دي که خیبر، دیر کې دي. زه دوی پاکستان ته نه ورکوم، مګر خپلو خپلوانو ته یې ورکوم.»

دغه راز ولسشمر غني د تسلیم شویو داعشیانو له مېرمنو او ماشومانو سره پر ښه چلند د ټینګار تر څنګ دا هم و ویل، چې تر شل میلیونه پورې افغانۍ به سیمه ییزه چارواکو ته ورکړي، تر چې هغوی وږي او تېږي نه وي.

ولسمشر د داعش د تسلیم شویو جنګیالیو په اړه هم صلاحیت قومي مشرانو ته ورکړ او ویې ویل، چې د قومي مشرانو له هدایت او کړنلارې سره به هم له هغوی سره چلند وشي.

خو په وینا یې دا باید لومړی تفکیک شي، چې د دوی د نورو هېوادونو دي، داخلي دي او معلوم شي، چې څوک دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډن څه باندې ۷۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځ ته تسلیم شوله.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم د تسلیم شویو داعشیانو شمېر همدومره تاییدوي، چې دفاع وزارت ویلي، او افغان پوځ ته په تسلیم شوو داعش جنګیالیو کې ۱۱۴ تنه پاکستانیان دي.

جمهوخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي