۰
طالبان:

د زندانیانو د خوشي کولو هرکلی کوو دا کار باور رامنځ ته کوي او د سولې پروسه چټکوي

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۴
وسله والو طالبانو له بګرام زندان څخه د خپلو درې مهمو بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وایي، دا کار د باور جوړونکې لپاره مهم و او د سولې پروسې له ګړندیتوب سره مرسته کوي.
د زندانیانو د خوشي کولو هرکلی کوو دا کار باور رامنځ ته کوي او د سولې پروسه چټکوي
وسله والو طالبانو له بګرام زندان څخه د خپلو درې مهمو بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وایي، دا کار د باور جوړونکې لپاره مهم و او د سولې پروسې له ګړندیتوب سره مرسته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو درې مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید دوه ورځې وړاندې د بګرام زندان څخه خوشي او د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شول.

دوی درې واړه د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د دوه استادانو بدل کې خوشي شول، چې دغه دوه استادان هم پرون د طالبانو له لوري د افغانستان د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه امریکایي لوري ته وسپارل شول.

ولسمشر غني د درې طالب زندانیانو د خوشي کېدو د اعلان پر مهال و ویل، چې دا کار د سولې لپاره د باور فضا د رامنځ ته کولو، سولې مخامخ خبرو، تاوتریخوالي کمېدو او دغه راز له دوه امریکایي استادانو سره د خواخوږۍ په موخه خوشي کوي.

وسله والو طالبانو هم د دې کار هرکلی کړی او دوی هم تایید کړې، چې دغه کار د حسن نیت او د باور جوړونې لپاره مهم و چې د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته کوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تر څنګ یې لس افغان سرتېري هم خوشې کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي« د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید خوشې کېدل یو مثبت ګام و او دوی یې هرکلی کوي خو په بدل کې یې دوی هم دوه تنه د امریکايي پوهنتون استادان او لس افغان سرتېري نن خوشې کړي دي.»

ذبیح الله مجاهد دا یوه بریالۍ تکمیل شوې پروسه بللې ده او زیاته کړې یې ده دا حسن نیت او د باور جوړونې لپاره مهم کار و چې د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته کوي.

نوموړي د دغو بندیانو د تبادلې په برخه کې د قطر له امیر او بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کړې چې دا پروسه یې په توسط او هڅو بریالۍ شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي