۰
مشرانو جرګه:

تمه ده د طالب زندانیانو خوشي کېدل د سولې د مخامخ خبرو د پیل سبب شي

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
مشرانو جرګه د درې طالب مشرانو خوشي کېدو ته په غبرګون کې وايي، تمه ده له امریکايي استادانو سره د دغه طالب زندانیانو تبادله د افغان سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
تمه ده د طالب زندانیانو خوشي کېدل د سولې د مخامخ خبرو د پیل سبب شي
مشرانو جرګه د درې طالب مشرانو خوشي کېدو ته په غبرګون کې وايي، تمه ده له امریکايي استادانو سره د دغه طالب زندانیانو تبادله د افغان سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم اېزد یار د نن سه شنبې لړم ۲۸ مې عمومي غونډې کې و ویل، که څه هم د دغه طالب زندانیانو خوشي کېدو د خلکو تر منځ اندېښنې راپورته کړې، چې ګڼې د وسله والو مخالفینو بریدونه به زیات شي خو په وینا یې دا د سولې لپاره د ښه نیت ښودلو لپاره خوشي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، که افغان حکومت دغه کار د سولې لپاره د ښه نیت او باور فضا کولو په موخه کړی وي نو تمه ده، چې د سولې د مخامخ خبرو او سولې سبب شي.

خو د جرګې منشي عبدالله قرلق د دوه امریکايي استادانو په بدل کې دغه درې طالب زندانیانو خوشي کېدل ناڅرګند او تر سوال لاندې وبلل.

نوموړي و ویل، طالبانو هېڅ وخت په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او به همدې خاطر د انس حقاني او ملګرو خوشي کېدل یې د اندېښنې وړ دي.

د یادونې ده، چې انس حقاني او دوه ملګري يې پرون دوشنبې د لړم ۲۷ مه د بګرام زندان څخه خوشي او قطر ته رسېدلي دي.

قطر کې طالبانو ته نېږدو سرچینو هم تایید کړې، چې دغه درې مهم طالب مشران قطر ته رسېدلي او د قطر سیاسي دفتر ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د درې طالبانو په بدل کې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه ورځپاڼې د یوې امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې د امریکايي پوهنتون دوه استادان له درې کلن بند وروسته د طالبانو له زندان څخه خوشي شوي دي.

خو دا چې د طالب زندانیانو او امریکایي استادانو تبادله، چېرته، څه وخت، په څه ډول او پر کومو شرایطو تر سره شوي تر اوسه جزیات نشته.

جمهوخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي