۰

له طالبانو سره د امریکایي پوهنتون دوه برمته استادان خوشي شول

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درې طالب بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې له طالبانو سره د افغان - امریکايي پوهنتون د دوه برمته استادانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
له طالبانو سره د امریکایي پوهنتون دوه برمته استادان خوشي شول
امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درې طالب بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې له طالبانو سره د افغان - امریکايي پوهنتون د دوه برمته استادانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، د امریکایي پوهنتون دغه دوه استادان تر درې کلن بند وروسته راخوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د طالبانو درې مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید هم پرون د بګرام له زندان څخه خوشي شوي او قطر ته رسېدلي دي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې هم تاییدوي، چې دغه درې طالب مشران قطر ته رسېدلي او قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته سپارل شوي دي.

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف چې دا مهال په قطر کې دی هم پخلی کړی، چې د حقاني شبکې درې مهم غړي دوحې ته رسېدلي او د قطر دفتر ته سپارل شوي دي.

د یادونې ده، چې د حقاني شبکې د دریو غړو او دوه امریکايي استادانو تبادله ټاکل شوې وه څو ورځې وړاندې تر سره شي، خو د ځينو دلالیلو له امله بېرته وځندول شوه.

افغان حکومت و ویل، چې طالبانو خپل شرایط پوره نه کړل نو ځکه یې دغه درې طالب زندانیان بېرته بګرام زندان ته لېږدولي وو.

خو دا چې اوس د دغه طالبانو او امریکایي پوهنتون د استادانو تبادله په څه ډول او چېرته تر سره شوې ده، جزیات نه دي ورکړل شوي.

د امریکایي استادانو سره د درې طالب زندانیانو د خوشي کېدو او تبادلې خبر د تېرې اوونۍ په شنبې د ولسمشرۍ محمد اشرف غني له خوا وشو.

ښاغلي غني هغه مهال و ویل، درې طالب زندانیان د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو، سولې د مخامخ خبرو، تاوتریخوالي د کمولو او دغه راز د امریکایي پوهنتون د استادانو سره د بشري خواخوږۍ په موخه خوشي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي