۰
سرچینې:

عبدالله او حکمتیار غواړي ټاکنې بحراني کړي، د همدې لپاره ۲۰ ورځنۍ ائتلاف کوي

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۸
له ټاکنو باخبره سرچینې وايي، د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې او اسلامي عدالت ټیم مشر ګلبدین حکمتیار هڅه کوي، چې ټاکنې بحران ته بوزي او تاوتریخوالی رامنځ ته کړي.
عبدالله او حکمتیار غواړي ټاکنې بحراني کړي، د همدې لپاره ۲۰ ورځنۍ ائتلاف کوي
له ټاکنو باخبره سرچینې وايي، د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې او اسلامي عدالت ټیم مشر ګلبدین حکمتیار هڅه کوي، چې ټاکنې بحران ته بوزي او تاوتریخوالی رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي او ټینګار کوي، چې عبدالله او حکمتیار د همدې کار لپاره غواړي شل ورځنۍ ائتلاف وکړي او ټاکنې بحراني کړي.

سرچینې د عبدالله او حکمتیار د ائتلاف او ټاکنو د بحراني کولو خبره پر داسې مهال کوي، چې دغه دواړو ټیمونو د رای شمېرنې بهیر د بیا پیل سره مخالفت څرګند کړی او وايي، که کمېسیون دغه بهیر ونه دروي، د ټاکنو مشروعیت به تر سوال لاندې راشي او ټاکنې دوی ته د منلو نه دي.

د رای شمېرنې بهیر د بیا پیل سره د ښاغلي عبدالله او حکمتیار له مخالفت وروسته عبدالله د حکمتیار کور ته ورغلی او د ټاکنو په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

د عبدالله او حکمتیار کتنې او د رای شمېرنې بهیر سره مخالفت ته په کتو د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې عبدالله او حکمتیار د یوه ګاونډي هېواد په دستور غواړي شل ورځنۍ ائتلاف وکړي.

نوموړي زیاته کړه«هغه اطلاعات چې بېرون ته راوتلي، ښيي، چې دغه نامقدس ائتلاف د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو او د ولسمشرۍ ټاکنو د بحراني کولو لپاره جوړېږي.»

اوریا له دغه ائتلاف سره د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه بل نوماند رحمت الله نبیل د یو ځای کېدو احتمال هم رد نه کړ خو ټينګار یې وکړ، چې د دغه ائتلاف اصلي لوبغاړي به عبدالله او حکمتیار وي.

د سیاسي چارواو دغه شنونکي د اجرائیه رییس او د حزب اسلامي د مشر دغه زر کېدونکی ائتلاف نامقدس، د تاریخ او ۲۱ مې پېړۍ معجزه وبلله، زیاته یې کړه، چې دغه سیاسي رهبران غواړي د یوه ائتلاف په چوکاټ کې د انتخاباتو پروسه بحران ته کش کړي.

د هغه په وینا یاد سیاسي مشران نه یوازې دا چې د انتخاباتو د بحراني کولو هڅه کوي، بلکې غواړي، چې د سولې پروسه هم اخلاف او په لغته و وهي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې نېږدې دوه میاشتې وړاندې د تلې په شپږمه تر سره شوې، خو د ځینو انتخاباتي ټیمونو د فشارونو له امله یې پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسیون او ځينو نوماندانو تر منځ اختلاف او د ټاکنو پایلو د ځنډ لامل د یو شمېر محلونو د رایو پر بیا شمېر دی، چې کمېسیون هڅه کوي د یو شمېر محلونو رایې بیا وشماري، خو ځینې انتخاباتي ټکټونه ورسره مخالفت کوي وایي، په ټاکنو کې پراخې درغلې شوې او باید لومړی تورې او سپینې رایې سره بېلې او وروسته یې بیا شمېرنه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي