د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د همګټو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په اوومه ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا څخه نن سه شنبې د لړم ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی محب د همګټو هېوادونو په عمومي غونډه کې د هېواد د وروستي امنیتي وضعیت او د حکومت د برنامو په اړه وینا وکړي.
سرچینه زیاتوي، دغه راز به ښاغلی محب د دغه غونډې په څنډو کې د بیلابیلو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره لیدنې ولري او د افغانستان په اړه به ورسره خبرې وکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل