۰

ولسمشر غني ننګرهار ته ولاړ

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني ننګرهار ته ولاړ
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر او وروسره پلاوی نن سه شنبې د لړم ۲۹ مه جلال آباد ته ولاړ.

ولسمشر ماڼې هم یوازې د ولسمشر د سفر پخلی کړی، خو په دې اړه چې د سفر هدف یې څه دی جزیات نه دي ورکړي.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، ننګرهار ته د ولسمشر موخه د داعش د بشپړې ماتې اعلان او دغه راز د خیتځ زون له امنیتي چارواکو سره د امنیت په اړه خبرې اترې دي.

ولسمشر پر داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي او ښې لاس ته راوړنې هم لري.

د ننګرهار د چارواکو په وینا یوازې په تېرو دوه اونیو کې کابو ۷ سوه داعشیان له ماشومانو او ښځو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي، چې ډېری یې پاکستانیان دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي