۰
د ټاکنو کمېسیون:

د رای شمېرنې بهیر به و نه درول شي

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
سره له دې چې یو شمېر انتخاباتي ټکټونو د رای شمېرنې بهیر د بیا پیل سره کلک مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی، خو کمېسیون وایي، دغه بهیر به دوام ولري.
د رای شمېرنې بهیر به و نه درول شي
سره له دې چې یو شمېر انتخاباتي ټکټونو د رای شمېرنې بهیر د بیا پیل سره کلک مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی، خو کمېسیون وایي، دغه بهیر به دوام ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رای شمېرنې صلاحیت د قانون سره سم د کمېسیون دی او انتخاباتي ټکټونه کې کوم اعتراض او نیوکه لري، هغه دې د شکایاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند علي افتخاري جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې د رای شمېرنې صلاحیت د قانون له مخې د کمېسیون سره دی او کمېسیون به د قانون سره سم دغه بهیر ته دوام ورکړي.

نوموړي و ویل«د رای شمېرنې صلاحیت د کمېسیون سره دی او دا کار ادامه لري، په ۱۴ پاتې ولایتونو کې د ۱۱ ولایتونو د رای شمېرنې بهیر په تېرو دوه ورځو کې بشپړ شوی دی.»

دی زیاتوي، چې په پروان، پنجشېر، تخار او غور ولایتونو کې دغه بهیر د ځینو انتخباتي ټکټونو له خوا له خنډونو سره مخ شوی خو په وینا یې د دوی همکاران هڅه کوي، چې ژر تر ژره هلته هم د رای شمېرنه پیل شي.

هغه د دې په اړه چې ویل کېږي په بدخشان ولایت کې د رای شمېرنې بهیر درول شوی و ویل، هلته په نورمال شکل رای شمېرنه دوام لري.

علي افتخاري پر دغه بهیر د ځینو انتخاباتي ټیمونو اعتراض او نیوکې ته په اشارې وايي، دوی د خپل اعتراضونه د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي.

کمېسیون پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پرون د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم له کمېسیون څخه وغوښتل، چې د رای شمېرنې بهیر ودروي.

عبدالله خبرداری ورکړ، که کمېسیون دا بهیر ونه دروي، په لوی لاس به د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راولې او پایلې به هم د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي