۰
کابل کې د امریکا سفیر:

د طالبانو وروستیو بریدونو د مهمو بندیانو تبادله وځنډوله

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
له افغان حکومت وروسته په کابل کې د امریکا سفارت هم د دریو مهم طالب مشرانو او دوه امریکايي استادانو پر نه تبادلې غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو وروستیو بریدونو د مهمو بندیانو تبادله وځنډوله
له افغان حکومت وروسته په کابل کې د امریکا سفارت هم د دریو مهم طالب مشرانو او دوه امریکايي استادانو پر نه تبادلې غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، درې مهم طالب زندانیان ځکه خوشې نه شول چې طالبانو د دغو زندانیانو له خوشې کېدو یوه وروسته خونړي بریدونه وکړل.

د نومبر په ۱۲ مه د چهارشنبې په ورځ لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان موټر بم برید وشو، او د نومبر په ۱۳ مه د کابل قصبه سیمه کې د یوه بهرني شرکت په موټر موټر بم چاودنه وشوه، چې په کې ۱۲ تنه و وژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

که څه هم طالبانو د دغه بریدنو مسوولیت نه دی اخیستی خو جان باس وايي، د نومبر د ۱۲مې او ۱۳مې د بریدونو څخه وروسته د دغو دریو طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه بیا ارزونه کوي.

جان باس په ټویټر لیکلي، دوی د دریو طالب بندیانو په خوشې کولو د افغان ولسمشر ملاتړ کوي، او امریکا د افغانستان د ستراتیژیک ملګري به توګه په راتلونکو او بعدي اقداماتو کې له افغان حکومت سره په ګډه او له نږدې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم وایي، د طالب زندانیانو او امریکايي استادانو تبادله ځکه ونه شوه، چې طالبانو په کړیو شرایطو عمل ونه کړ.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي« د حقاني درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د دولت په زندان کې دي. د طالبانو له لورې د شرایطو نه مراعت کول د تبادلې د پروسې د ځنډ سبب شوي دي.»

صدیقي زیاته کړې، چې افغان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هېواد د ملي ګټو او مصالحو په رڼا کې به اقدام وکړي.

که څه هم صدیقي دا ونه ویل، چې طالبانو کوم شرایط مراعت نه کړل، خو د ارګ ځینې سرچینو ویلي د بندیانو د تبادلې د ځنډیدو یو علت دا و چې په هماغه ورځ په لوگر کې برید وشو او بل دا چې په دې هم څوک نه پوهیږي چې ایا دغه دوه استادان ژوندي دي او که نه.

پرون د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم و ویل د تبادلې د نه کېدو یو علت ښایي دا وي، چې د طالبانو سره د بندي امریکایي استادنو د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته.

رحمانی دا هم ویلي و، چې طالبانو د تبادلې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له دې ښکاري، چې دغه ډله د سولې او جګړې په برخه کې صلاحیت نه لري.

تر دې وړاندې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني هم د امریکا د سولې په انستېتیوت کې ویلي و، چې د تبادلې په برخه کې یوه لوري (طالبانو) ژمنې عملي نه کړي او ښايي دغه تبادله ونه شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د تبادلې د نه تر سره کېدو پړه پر امریکا اچولې او ویلي یې دي، چې په دې اړه باید له امریکا پوښتنه وشي، چې ولې تبادله ونه شوه.

مجاهد دا هم ویلي، چې د تبادلې نه تر سره کېدو وروسته د امریکايي پوهنتون دوه استادان خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني د تېرې شنبې په ورځ د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان په مشروط ډول وکړ.

ولسمشر هغه مهال و ویل، چې د طالبانو دغه درې مهم غړي، د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو، د سولې مخامخ خبرو، تاوتریخوالي د کمولو او له دوه امریکايي استادانو سره د بشري خواخوږۍ ښودلو په موخه کوي.

د ولسمشر تر دغه اعلان دوه ورځې وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې د حقاني شبکې دغه درې مهم غړي له بګرام زندان څخه خوشي شوي او په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته لېږدول شوي دي.

هغه مهال ځینو طالب سرچینو هم تایید کړې وه، چې د حقاني شبکې دا درې مهم غړي قطر ته رسېدلي، خو وروسته دا راپورونه رد شول او ویل شول، چې تبادله نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي