۰

د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجه د تصویب لپاره مشرانو جرګې معرفي شوه

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۴
مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال مالي بودیجې طرحه د سناتورانو د نظر اخیستنې په موخه مشرانو جرګې ته معرفي کړې ده.
د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجه د تصویب لپاره مشرانو جرګې معرفي شوه
مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال مالي بودیجې طرحه د سناتورانو د نظر اخیستنې په موخه مشرانو جرګې ته معرفي کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت مالي معین زاهد همدرد د ۱۳۹۹ کال د بودیجې طرحه نن یکشنبې د لړم ۲۶ مه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

د ۱۳۹۹ مالي کال مالي بودیجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې ۲۸۹ ملیارده یې عادي لګښتونه او ۱۳۹ میلیارده یې د دولت د پرمختیايي برخې لپاره ځانګړې شوې ده.

دغه راز د دولت د راتلونکي کال د عایدو وروستۍ سقف ۲۰۸.۹ میلیارد افغانۍ اټکل شوې، چې د ټولې بودیجې ۴۸ سلنه جوړوي.

د یادونې ده، چې په انکشافي بودیجه کې ۶۳ میلیارده افغانۍ اختیاري دي، ینې د داخلي عوایدو څخه تامینېږي او ۷۵ میلیارده افغانۍ یې بیا غیر اختیاري دي، چې د بهرنیو مرسته کوونکو له خوا تامینېږي.

د مالیې وزارت مالي معین زاهد همدرد وايي، دغه طرحه د هېواد د مالي امکاناتو او محدویتونو پر اساس جوړه شوې ده، چې په کې امنیت، عامه مصونیت، معارف او د کورونو جوړولو ته په کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په پرمختیايي بودیجه کې هم ډېره برخه، د کورنو جوړولو، ترانسپورت، مخابراتو، انرژۍ، کانونو او عامه خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ده.

باید و ویل شي، چې د قانون سره سم مشرانو جرګه تر ۱۵ ورځو پورې د یادې بودیجې په اړه خپل نظریات وړاندې او بېرته یې مالیې وزارت ته ولېږي، چې له هغې وروسته به یې مالیه وزارت د تصویب لپاره ولسي جرګې ته لېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي