۰

د نوماندانو شورا د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت پیل کړ

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر نوماندانو شورا یو ځل بیا د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت اعلان کړی وايي، تر چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه شي، دغه بهیر دوی ته د منلو نه دی.
د نوماندانو شورا د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت پیل کړ
د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر نوماندانو شورا یو ځل بیا د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت اعلان کړی وايي، تر چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه شي، دغه بهیر دوی ته د منلو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نوماندانو شورا پر داسې مهال بیا د رایو د شمېر سره مخالفت ښيي، چې د ټاکنو کمېسیون نن یکشنبې د لړم ۲۶ مه د رای شمېرې پروسې د بیا پیل خبر ورکړی دی.

خو د نوماندانو شورا نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي او ټینګار یې دیو تر چې پاکې او ناپاکې رایې بېلې شوې نه وي، د بیا شمېرنې بهیر دوی ته د منلو نه دی.

دوی په اعلامیه کې ویلي، د ټاکنو له کمېسیون څخه یې جدي غوښتنه ده، چې د واقعیت خلاف خبرونه خپاره نه کړي او د دې پر ځای د کمېسیون په داخلي ځواک کار وکړي او د کمېسیون له کړنلارو او د ټاکنو له قانون خلاف چارې مخ ته یو نه سي.

دغه شورا وایي، د رایو د بیا شمېر په برخه کې له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې او ګډون هم نه په کې کوي، نو ځکه هر ډول تصمیم به د قانون خلاف او د ملي ګټو ضد وي.

خو د ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی، چې دوی نن بیا د رای شمېرنې بهیر پیل کړی او دا کار یې د نوماندانو له استازو سره تر دوه ورځنیو خبرو او موافقې وروسته پیل کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي، د رایو د بیا شمېر بهیر چې د ځینو انتخاباتي ټکټونو د اعتراض له امله درول شوی وو نن بیا پیل شي.

د هغې په وینا کمېسیون په ۲۰ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېر پروسه بشپړه کړې او په ۱۴ نور ولایتونو کې به هم په چټکۍ سره بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي