۰

کابل کې د یوې خطرناکې جرمي شبکې مشر چنګیز نیول شوی

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
ملي امنیت ریاست پلازمېنه کابل کې د یوې خطرناکې جرمي شبکې د مشر «چنګیز د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کابل کې د یوې خطرناکې جرمي شبکې مشر چنګیز نیول شوی
ملي امنیت ریاست پلازمېنه کابل کې د یوې خطرناکې جرمي شبکې د مشر «چنګیز د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چنګیز د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې څو جرمي شبکې موندلې، چې په ترڅ کې یې تازه په تازه د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله ونیوله.

خبرپاڼه وايي، دا څلور کسیزه ډله د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوې، چې یو هم په کې د یوې مهمې جرمي شبکې مشر چنګیز دی.

ملي امنیت وايي، د نیول شوي کس اصلي نوم حامد، په چنګیز او حاجي مشهور او د امیر شاه زوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نور نیول شوي کسان مطیع الله مشهور په قاري د رحمت الله زوی، چې د دغه بانډ مرستیال دی، صدیق الله مشهور په صدیق سیاه د امیر محمد زوی د بانډ غړی او محمد اسحق د محسن زوی، چې نوموړی هم د بانډ غړی دی.

ملي امنیت وایي، دا په کابل ښار کې د خطرناکو شبکو څخه د یوې شبکې غړي دي، چې د ۷ تنو په وژنه او ۴۲ کسانو په تپي کولو کې لاس لري.

سرچینه وايي، دغه راز دغه کسانو د کابل ښار په ځانګړې ډول شپږمه او اوومه ناحیو کې له ۱۱ هټۍ والو او کارګرو څخه دوه سوه زره افغانۍ او څلور زره امریکايي ډالر په ګواښ او زور اخیستی دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، دغه جرمي بانډ له هغې وروسته ونیول شو، چې ښاریانو په ځانګړې ډول د شپږمې او اوومې ناحیو اوسېدونکو د ملي امنیت د ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرو سره اړیکه ونیوله او معلومات یې ورکړل.

یاد ریاست وايي، د مجرمینو پر وړاندې به د ملي امنیت ریاست عملیات تر نامعلومې مودې پورې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي