سیمه ییزو امنیتي چارواکو هغه پنځوس سرتېري وستایل، چې د فراه ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې یې د طالبانو درې میاشتنۍ کلابندۍ سره مقاومت وکړ او دا محاصره یې ماته کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وایي، له نېږدې دریو میاشتو راهیسې ۲۰۰ سرتېري په پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا کلابند وو.
د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، دغه سرتېري واتوانېدل، چې د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومات وکړي او باالاخره یې محاصره ورماته کړي.
محب الله محب زیاته کړه، چې، تېره ورځ دغو سرتېرو ته په یو لړ مراسمو کې د امنیه قومندان محمد امین احمدزي له لوري د تقدیر نښانونه او نغدي انعامونه هم ورکول شول.
دی وایي، اوس دا ولسوالي له طالبانو پاکه شوې خو دغو ۵۰ سرتېرو د طالبانو پر ضد جګړه ییزو عملیاتو کې خپله میړانه وښودله.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، د فراه ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو د څو میاشتنۍ محاصرې پر مهال ګڼو سرتېرو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:هرات