۰

ننګرهار کې ۲۴۵ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۲۴۵ تنه نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي او وسلې يې پر ځمکه اېښي دي.
ننګرهار کې ۲۴۵ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۲۴۵ تنه نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي او وسلې يې پر ځمکه اېښي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان پرون شنبې د لړم ۲۵ مه د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي.

د اچین ولسوال عاشق الله سادات وایي، په دې ولسوالۍ کې پرون ناوخته ۶۹ داعشیان له خپلو ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوال هم وایي، دوی ته هم پرون درې تنه مهم داعشیان تسلیم شوي او وسلې یې افغان ځواکونو ته تسلیم کړې دي.

دا په تېرو دوه اوونیو کې څو ځل دی، چې ډلې ډلې داعشیان افغان ځواکونو ته تسلمېږي.

د دفاع وزارت وايي په دې وروستیو دوه اونیو کې لږ تر لږه ۶۱۵ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

دغه داعشیان وروسته له هغې تسلیم شول، چې افغان ځواکونو په اچین او د ننګرهار په ځینو نورو سیمو کې د داعش پر ضد سخت عملیات پیل کړي.

ځینو تسلیم شویو داعشیانو هم اعتراف کړی، چې د افغان ځواکونو د سختو عملیاتو له امله تسلمېدو ته اړل شول او ګڼ شمېر نور یې کونړ ولایت ته تښتېدلي دي.

خو افغان چارواکي وایي، د داعش ضد عملیات به د هغوی تر بشپړې ماتې پورې دوام ولري او ډېر ژر به په کونړ کې هم د هغوی پر ضد عملیات پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي