۰
ناټو:

د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو، نړیواله ترهګري باید ختمه کړل شي

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سازمان د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ژمنه ده او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به یې یوازې پرېنږدی.
د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو، نړیواله ترهګري باید ختمه کړل شي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سازمان د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ژمنه ده او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به یې یوازې پرېنږدی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ چې امریکا ته په سفر تللی دغه څرګندونې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ناټو د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه ده او د افغانستان تر څنګ به ولاړه وي.

ښاغلي سټولټنبرګ وایي، دوی ژمن دي چې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې به د افغانستان ځواکونه روزي، مشورې به ورکوي او په پیاوړتیا کې به یې هڅه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې نړیواله ترهګري باید ختمه کړل شي او دې مسئلې ته د ناټو ټول غړي ژمن دي.

د یادونې ده، چې د ناټو عمومي منشي امریکا ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي او د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې یې ورسره خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي