د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ملي لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عزیزي بانک سیالۍ چې له څو ورځو راهیسې هند کې د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ پیل شوې دي، پرون شنبې د لړم ۲۵ مه یې دوهمه لوبه تر سره شوه.
د لوبې پچه افغان لوبډل مشر وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې.
کریم جنت، ۲۶، حضرت الله ځاځي ۲۶، ګلبدین نایب ۲۴ او نجیب الله ځدراڼ ۲۰ منډې وکړې او ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.
خو ویسټ انډیز لوبډلې پیل ښه ونه کړ، او په شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۰۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۴۱ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.
کریم جنت نه یوازې په توپ وهنه کې ښه وځلېد، بلکې په توپ اچونه کې یې هم خورا په زړه پورې لوبه وکړه، په ۴ اورونو کې یې د ۱۱منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
د عزیز بانک سیالیو په لړ کې یوه لوبه ویسټ انډیز ګټلې او یوه هم پرون افغانستان وګټله او نن به د دواړو تر منځ درېیمه لوبه هم تر سره شي.
هرې لوبډلې چې دوهم لوبه وګټله د شل اوریزه سریز جام هم د همغه لوبډلې دی.
د یادونې ده، چې افغانستان تر دې وړاندې په ویسټ انډیز باندې د ۵۰ اوریزه لوبو سریریز درې صفر بایللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل