راپورونه وايي، د اوکراین استخباراتو د داعش ډلې یوه مهم غړي او مشر البرا الشیشاني په دغه هېواد کې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي البرا الشیشاني د ګرجستان اوسېدونکي او د داعش ډلې یو له اصلي مشرانو څخه دی.
د اوکراین استخباراتو به ویه اعلامیه کې ویلي، دوی د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت او امریکایي استخباراتو سره په ګډه ځانګړي عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې الشیشاني په کیف ښار کې ونیول شو.
ویل کېږي البرا شیشاني د داعش د ډلې د بل مشر عمر الشیشاني چې د امریکا د دفاع وزارت د داعش د جنګ وزیر بلل، مرستیال و.
نوموړی له ۲۰۱۲ څخه د جماعت احدون آهات ډلې مشري پر غاړه درلوده او په کابل ۲۰۱۳ میلادي د داعش د امیر ابو عمر الشیشاني د مرستیال په توګه وټاکل شو.
راپورونه وايي، البرا شیشاني په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په جعلي پېژند پاڼو په غیر قانوني ډول ترهګر اوکرین ته لېږدول او لا یې هم د داعش ډلې سره په همغږۍ دغه کار ته ادامه ورکوله.
جمهورخبري آژانس:کابل