سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي چې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان له دریو ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د تخار د ورسج امنیه قوماندان په وسله وال برید کې وژل شوی دی
25 عقرب 1398 ساعت 8:24
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي چې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان له دریو ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي چې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان له دریو ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د لړم ۲۵ مه سهار مهال د بغلان او تخار تر منځ په لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جوید بشارت وايي، د تخار د ورسج امنیه قوماندان محمد افضل حکیمي له خپلو دریو ساتونکو سره د بغلان له جلګې ولسوالۍ د تخار ورسج ولسوالۍ ته خپلې دندې ته روان وو چې په لاره کې پرې وسله وال برید شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، برید د حکومت وسله والو مخالفینو کړی، چې په کې امنیه قوماندان حکیمي او درې ساتونکي یې وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، محمد افضل حکیمي د بغلان ولایت په جلګه ولسوالۍ کې پخوانی جهادي قوماندان او د څه وخت لپاره یې د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه هم دنده تر سره کړې وه.
جمهورخبري آژانس:بغلان
د مطلب کود: 122249
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122249/