۰

ټرمپ د دوه ملکي افغانونو پر وژنې تورن دوه امریکايي افسران وبښل

شنبی ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځ هغه دوه افسران وبښل، چې په افغانستان کې د دوه ملکي وګړو د وژنې په جرم تورن شوی وو.
ټرمپ د دوه ملکي افغانونو پر وژنې تورن دوه امریکايي افسران وبښل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځ هغه دوه افسران وبښل، چې په افغانستان کې د دوه ملکي وګړو د وژنې په جرم تورن شوی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دغه دوه امریکایي افسرانو یو یې په زندان کې اچول شوی و او بل یې تر محکمې لاندې و، چې د ټرمپ له خوا وبښل شول.

سپینه ماټۍ وایي، ولسمشر ټمرپ پوځي افسر کلنټ لارنس ته چې خپلو سرتېرو ته یې په افغانستان کې پر دریو موټر سایکل سپرو ملکیانو چې نسبتآ په سرعت روان و، د ډوزو امر کړی وو، وباښه.

دغه راز ټرمپ یو بل پوځي ډګروال میتیو ګولسټین ته هم بښنه کړې، چې په افغانستان کې په غیري قانوني وژنه تورن او محکمې ته معرفي شوی وو.

سپینې ماڼۍ ویلي، ګولسټن یو مشکوک کس چې ګواکې بم جوړوي په مرمۍ ویشتلی و.

دغه راز ټرمپ بیا یو بل پوځي افسر ایډورډ ګالاګر په پوځي رتبه نازولی دي.

ټرمپ ځکه دغه پوځي په رتبه نازولی، چې په افغانستان کې يې له طالبانو څخه یو برمته کس راخوشې کړی و خو په یوه بله قضیه کې مجرم بلل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي