۰

پوهنې وزارت لوګر کې د زده کوونکو جنسي ځورونې په اړه د ګارډین راپور رد کړ

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د افغانستان د پوهنې وزارت په لوګر ولایت کې د ښوونځیو د زده کوونکو د جنسي ځورونې او تیري په اړه د برېتانوی ورځپاڼې ګارډین راپور په کلک رد او بې بنسټه یې وباله.
پوهنې وزارت لوګر کې د زده کوونکو جنسي ځورونې په اړه د ګارډین راپور رد کړ
د افغانستان د پوهنې وزارت په لوګر ولایت کې د ښوونځیو د زده کوونکو د جنسي ځورونې او تیري په اړه د برېتانوی ورځپاڼې ګارډین راپور په کلک رد او بې بنسټه یې وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برېتانوی ورځپاڼي ګارډین په یوه راپور کې ادعا کړې، چې لوګر ولایت کې د ښوونځیو له ۵۰۰  زیات زده کوونکي، د ښوونکو، سرښوونکو او سیمه ییزه چارواکو له خوا په جنسي ډول ځورول شوي دي.

ګارډین د ځینو زده کوونکو په قول ویلي، چې لږ تر لږه په شپږو ښوونځیو کې ښوونکو په کتابتونونو کې پټ ځایونه جوړ کړي او ماشومان په کې په جنسي ډول ځوروي.

خو د پوهنې وزارت د ګارډین ورځپاڼې دغه راپور نه یوازې چې په کلکه رد کړ، بلکې دا یې یوه بې بنسټه ادعا وبلله.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت جمهور خبري آژانس ته و ویل، امکان نه لري، چې په ښوونځیو کې د له زده کوونکو جنسي استفاده وشي او یا هم شوې وي.

نوموړې و ویل«په ښوونځو کې د یوازیتوب فضا او مجال نشته، چې ځینې ښوونکي وکولی شي له زده کوونکو جنسي استفاده وکړي.»

د پوهنې وزارت ویاندې ټینګار وکړ، چې دغه وزارت به د ګاردین راپور ورځپاڼې د پلټنې او راپور په اړه بشپړې څېړنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي