۰
د طالب زندانیانو تبادلې ته د بشري حقونو کمېسیون غبرګون!

د سولې هر اقدام ملاتړ کوو خو د عدالت تامین باید له پامه ونه غورځول شي

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د درې طالب زندانیانو پر تبادلې غبرګون ښودلی او اندېښنه یې پرې څرګنده کړې ده.
د سولې هر اقدام ملاتړ کوو خو د عدالت تامین باید له پامه ونه غورځول شي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د درې طالب زندانیانو پر تبادلې غبرګون ښودلی او اندېښنه یې پرې څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د سولې لپاره له هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي.

خو په وینا یې د عدالت له تامین او د قربانیانو غوښتنې ته له پاملرنې پرته د زندانیانو آزادول او تبادله د اندېښنې وړ ده او دغه ټکي باید په پام کې ونیول شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د افغان جګړې قربانیان د عدالت د تامین او د عاملینو د نیولو غوښتونکي دي خو که ددوی غوښتنو ته پام نه کېږي نو پر سوله بې باوري رامنځ ته کېږي.

یاد کمیسیون پر افغان حکومت غږ کړی چې د ورته مسایلو په اړه له پوره احتیاط کار واخلي او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

د بشري حقونو کمېسیون دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسي جرګې د درې طالب زندانیانو د خوشي کولو هرکلی وکړ او دا یې د افغان دولت لویه لاس ته راوڼه وبلله.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني پرون چهارشنبې د لړم ۲۲ مه عمومي غونډه کې و ویل، چې دغه درې طالب زندانیان له قانون سره سم د مجازاتو په تعلیق د دوه امریکایي استادنو د خوشي کولو په بدل کې خوشي شوي دی.

د هغه په وینا پاکستان هڅه کوله، چې د دغه درې طالب زندانیانو د خوشي کېدو امتیاز هم دوی تر لاسه کړی، خو افغان حکومت یې مخالفت کړی او ورته ویلي یې دي، چې دوی خپل اتباع بل هېواد ته نه ورکوي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت پرون د حقاني شبکې درې مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د دوه امریکایي استادانو د خوشي کولو په بدل کې خوشي کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي