۰
چین:

هڅه کوو افغان حکومت او طالبانو راتلوونکې اوونۍ مخامخ خبرو ته کېنوو

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۷
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان راتلونکې اوونۍ د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.
هڅه کوو افغان حکومت او طالبانو راتلوونکې اوونۍ مخامخ خبرو ته کېنوو
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان راتلونکې اوونۍ د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر جینګ شونګ ویلي د بېجنګ د سولې غونډه به راتلوونکې اوونۍ جوړه شي او افغان حکومت او طالبانو به یو بل ته مخامخ کېنوو.

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې اړه یې له افغان حکومت او طالبانو سره خبرې روانې کړې او چین خوښ دی، چې افغان سولې ته زمینه جوړه وي.

د هغه په وینا دا چې د طالبانو درې مهم غړي له زندانه خوشي شوي دي، هلته پیدا شوې، چې دا کار به مستقیمو مذاکراتو ته لار پرانیزي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده نو ځکه د جګړې له دواړو لورو سره په تماس کې دي، تر چې د بېجنګ په غونډه کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت هم خبر ورکړی، چې په نېږدې ورځو کې به په چین کې د افغانانو په ګډون د سولې غونډه جوړه شي.

د دولت وزارت وایي، دوی د غونډې لپاره تیاري روانه کړې وه، چې مخ پر بشپړېدو ده او په نږدې ورځو کې به دغه غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې وه دغه غونډه په تېره میاشت کې جوړه شي خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي