۰

افغان کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه تایید کړه

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د مالیې وزارت وايي، د افغان حکومت کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه چې ۴۲۷ میلیارد افغانیو ته رسېږي تایید کړه.
افغان کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه تایید کړه
د مالیې وزارت وايي، د افغان حکومت کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه چې ۴۲۷ میلیارد افغانیو ته رسېږي تایید کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بودیجې مسوده به تر تایید وروسته د راتلونکې شنبې په ورځ ملي شورا ته د تصویب لپاره ولېږل شي.

د مالي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، د نوي مالي کال بودیجه کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ یې عملیاتي یا عادي بودیجه او پاتې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودیجه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه بودیجه د اداراتو او وزارتونو سره د استماعیه جلساتو څخه وروسته پرون سه شنبې د لړم ۲۱ مه د افغان کابینې له خوا تایید شوه.

په ورته وخت کې د ارګ له خوا خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي، د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت کابینې پرون د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه تایید کړه.

د یادونې ده، چې د افغانستان ۱۳۹۸مالي کال بودجه په مجموعي ډول ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه، چې ۲۷۵ میلیارده يي عادي او پاتې نور پراختیایي بودیجه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي