۰

اېیر فورس: افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونو کم شوي دي

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
اېیر فورس په نامه امریکايي مجلې لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
اېیر فورس: افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونو کم شوي دي
اېیر فورس په نامه امریکايي مجلې لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې مجلې زیاته کړې، په تېره سپټمبر میاشت کې امریکا په افغانستان کې ۹۴۸ هوايي بریدونه کړي، په داسې حال کې، چې دغه شمېره په اکتوبر میاشت کې ۷۷۷ تنه راټیټه شوې ده.
 
د اېیر فورس د معلوماتو پر بنسټ دا له ۲۰۱۱ز کال وروسته لومړی ځل دی چې په یوه میاشت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې کموالی راځي.

اېیر فورس دا هم لیکي چې دغه بریدونه تر ډېره د داعش ډلې او طالبانو پر وړاندې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي