۱

انس حقاني د دوه امریکايي استادانو په بدل کې خوشی کېږي، ښایي قطر ته ولېږدول شي

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
راپورونه وايي، په پام کې د حقاني شبکې د مهم غړي انس حقاني په ګډون یو شمېر مهم طالب بندیان د دوه امریکایي استادانو په بدل کې خوشي او د خوشي کېدو په موخه قطر ته ولېږدول شي.
انس حقاني د دوه امریکايي استادانو په بدل کې خوشی کېږي، ښایي قطر ته ولېږدول شي
راپورونه وايي، په پام کې د حقاني شبکې د مهم غړي انس حقاني په ګډون یو شمېر مهم طالب بندیان د دوه امریکایي استادانو په بدل کې خوشي او د خوشي کېدو په موخه قطر ته ولېږدول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوه لوړ پوړي افغان چارواکي آزادۍ رادیو ته د دې خبر پخلی کړی ویلي یې، چې انس حقاني او د دې شبکې درې نور مهم غړي به قطر ته د امریکا تر څار لاندې ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا په خوشې کېدونکو کسانو کې انس حقاني سربېره د سراج الدین حقاني ماما حاجي مالي خان ځدراڼ او د طالبانو د قطر دفتر د غړي محمد نبي عمري ورور قاري عبدالرشید عمري شامل دي.

دغه امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي د دغه کسانو د خوشي کېدو په بدل کې طالبانو په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوو بهرنيو استادانو د خوشي کولو او د افغانستان له حکومت سره نېغ په نېغه د مذاکراتو پېلولو لپاره د لارې هوارولو ژمنه کړې ده.

که څه هم یادې سرچینې نه دي ویلي، چې دا کسان به کله خوشي او تبادله شي، خو په قطر کې د طالبانو سرچینې ویلي، دوی په دوو يا دريوو ورځو کې د دې کار تمه لري.

په ورته وخت کې ځینو نورو سرچینو ویلي، چې د دې کسانو د تبادلې توافق نامه څو ورځې مخکې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوې ده.

څو ورځې وړاندې ځینو سرچینو راپورو ورکړو چې د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره یوه غیر رسمي لیدنه درلوده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه و ورکړی.

د یادونې ده، انس حقاني د حقاني شبکې مهم غړی دی او د یادې شبکې د بنسټ ګر جلال الدین حقاني زوی دی، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په کابل کې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.

ویل کېږي انس د طالبانو لپاره دومره مهم دی چې د هغه نوم یې حتی له امريکايانو سره په خپله مرکچي ډله کې هم شامل کړی دی.

حافظ رشيد عمري د حقاني شبکې پوځي قوماندان او په قطر کې د مېشتو طالبانو د يوه مشر محمد نبي عمري ورور دی چې چارواکي یې د لويو حملو په پلانولو کې ماهر بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي