۰
اروپايي ټولنه:

د افغان ټاکنو پایلې باید ژر اعلان او ټولې خواوې یې ومني

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان د سولې لپاره خورا مهم دی، چې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې خواوې یې ومني.
د افغان ټاکنو پایلې باید ژر اعلان او ټولې خواوې یې ومني
اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان د سولې لپاره خورا مهم دی، چې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې خواوې یې ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني پرون دوشنبې
نوموړې زیاته کړې«که د ټاکنو پایلې ونه منل شي، په یوه ډول تر سوال لاندې راوستل شي او بحران رامنځ ته شي، نو دا بیا د هغه کسانو په ګټه تمامېږي، چې نه غواړي د افغانستان د دیموکراسۍ پروسه کې پانګونه وکړي، او دا خپل د یوه مشروع حکومت لید لوری د سولې په خبرو کې کمزوری کوي.»
د لړم ۲۰ مه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته کړې دی.

د راپورونو له مخې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې مهمه اجنډا هم همدا د افغانستان ټاکنې او د سولې خبرې وې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې تر غوندې وروسته خپلو خبرو کې ویلي، تمه لري، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ژر تر ژره اعلان شي او ټولو خواوې یې باید ومني.

نوموړې زیاته کړې«که د ټاکنو پایلې ونه منل شي، په یوه ډول تر سوال لاندې راوستل شي او بحران رامنځ ته شي، نو دا بیا د هغه کسانو په ګټه تمامېږي، چې نه غواړي د افغانستان د دیموکراسۍ پروسه کې پانګونه وکړي، او دا خپل د یوه مشروع حکومت لید لوری د سولې په خبرو کې کمزوری کوي.»

د هغې په وینا هغه کمزورتیاو ته په کتو چې د ټاکنو د پایلو د ځنډ لامل شوې په کتو ښايي دا موضوع سمه نه وي، چې و ویل شي دا ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ښې
موګریني و ویل«موږ له ټولو سیاسي اړخونو غواړو له هغه هڅو سره یو ځای شي، چې غواړي د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د یوه مشروع حکومت، چې نړیواله ټولنه او سیمه ییز لوبغاړي له ځان سره ولري او طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي، د افغانستان خلک په دې کې د اروپايي ټولنې رول ویني، ځکه موږ کومې پټې برنامې نه لرو، موږ یواز د افغانستان خلکو حقوق، سوله، امنیت او ثبات غواړو او له دې هر وخت ملاتړ کوو.»
ټاکنې وې، خو زیاتوي په دیموکراتیکه پروسه کې کله کله خنډونه رامنځ ته کېږي او پروسه وخت ونیسي.

آغلې موګریني د ټاکنو د پایلو اعلان د افغانستان د سولې لپاره مهمې وبللې او ویې ویل، د همدې لپاره یې ټینګار پر دې دی، چې دغه پایلې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې غاړې یې ومني.

موګریني و ویل«موږ له ټولو سیاسي اړخونو غواړو له هغه هڅو سره یو ځای شي، چې غواړي د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د یوه مشروع حکومت، چې نړیواله ټولنه او سیمه ییز لوبغاړي له ځان سره ولري او طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي، د افغانستان خلک په دې کې د اروپايي ټولنې رول ویني، ځکه موږ کومې پټې برنامې نه لرو، موږ یواز د افغانستان خلکو حقوق، سوله، امنیت او ثبات غواړو او له دې هر وخت ملاتړ کوو.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره پر داسې مهال د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ژر اعلان ټینګار کوي، چې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه اعلان کړي.

خو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټکټونو تر منځ وروستیو ستونزو ته په کتو کېدای شي، د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه نوره هم وځنډېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي