۰
خوست:

د طالبانو په برید کې پنځه پولیس او یو څارنوال وژل شوي

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه وسله وال برید او چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو په برید کې پنځه پولیس او یو څارنوال وژل شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه وسله وال برید او چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه او برید تېره شپه د خوست ولایت په تریزايي او علیشېرو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دی.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسول سید احمد بابزی د وسله والو طالبانو په بمي چاودنه او وسله وال برید کې پنځه پولیس او یو څارنوال وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دی.

په ورته وخت کې د خوست د والي ویاند طلب منګل وايي، چاودنه د تریزايي او علیشېرو ولسوالۍ بلاووټ ښارګوټي ته نېږدې پر هغه پولیسو شوې، چې یوې امنیتي پوستې ته د مرستې لپاره ور روان وو.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر ګل محمد منګل هم تاییدوي، چې دوی تنه شپږ جسدونه او څلور ټپیان وروړل شوي، چې ټول پولیس دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي