۰
حکمتیار:

د ولسمشر ټاکنو ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي، دولت ساز ټیم درملوک ته روشوت ورکړی

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم وايي، د ولسمشرۍ دا ځل ټاکنې د تېرو په پرتله هم له درغلیو ډکې او ۴۴ سلنه رایې تقلبي او غیر بایومتریک دي.
د ولسمشر ټاکنو ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي، دولت ساز ټیم درملوک ته روشوت ورکړی
د حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم وايي، د ولسمشرۍ دا ځل ټاکنې د تېرو په پرتله هم له درغلیو ډکې او ۴۴ سلنه رایې تقلبي او غیر بایومتریک دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن دوشنبې د لړم ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وینا کوله په دولت ساز ټیم تور پورې کړ او ادعا یې وکړه، چې دغه ټیم د ۲۴۳۲ محلونو د ټاکنو وسایل او رایې غلا کړې دي.

نوموړي دا ادعا هم وکړه، چې له دولت ساز سره په دغه جرم کې درملوک شرکت هم شریک دی او یاد ټیمو درملوک کمپنۍ ته رشوت ورکړی دی.

حکمتیار زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه ۲۴۳۲ محلونو د رایو په اړه هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري، چې بیا شمېرنه یې وکړي.

دی وایي،د ولسمشرۍ
ده و ویل«دغه ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې، حاکم ټیم د ۲۴۳۲ محلونو ټاکنیز وسایل او رایې قصدآ غلا کړې، په دې غلا کې درملوک شرکت هم ورسره شریک دی، حاکم ټیم د بایومتریک دستګاو لپاره ۲۷ میلیونه ډالر ورکړي، په داسې حال کې، چې د دغه دستګاوو قیمت ۱۰ میلیون ډالره کېږي، دغه راز امنیه قوماندان، ولسوالان او د ټاکنو کمېسیون محلي کارکوونکی هم ورسره شریک دي موږ ته له بایومتریک پرته رایې د منلو نه دي، د دې ټاکنو ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي، ټولې دوه میلیونه ۷ زره رایې کارول شوې، چې ۱.۵ میلیونه یې بایومتریک او د منلو دي او ۱.۲ میلیونه یې غیر بایومتریک او تقلبي دي.»
په ټاکنو کې یوازې ۱.۵ میلیونه رایې بایومتریک او د اعتبار وړ دي او ۱.۲ میلیونه رایې غیر بایومتریک او تقبلي دي، چې په وینا یې دغه رایې د حاکم ټیم له خوا په سیستم کې درملوک پر مټ داخلې کړی شوې دي.

حکمتیار وايي، د ټاکنو کمېسیون د کړنلارې سره سم، چې ویلي دي له بایومتریک پرته رایې د منلو نه دي، نو دغه ۱.۲ میلیونه رایې له حاکم ټیم پرته نور یوه انتخباتي ټکټ او نوماند ته د منلو نه دي.

ده و ویل«دغه ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې، حاکم ټیم د ۲۴۳۲ محلونو ټاکنیز وسایل او رایې قصدآ غلا کړې، په دې غلا کې درملوک شرکت هم ورسره شریک دی، حاکم ټیم د بایومتریک دستګاو لپاره ۲۷ میلیونه ډالر ورکړي، په داسې حال کې، چې د دغه دستګاوو قیمت ۱۰ میلیون ډالره کېږي، دغه راز امنیه قوماندان، ولسوالان او د ټاکنو کمېسیون محلي کارکوونکی هم ورسره شریک دي موږ ته له بایومتریک پرته رایې د منلو نه دي، د دې ټاکنو ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي، ټولې دوه میلیونه ۷ زره رایې کارول شوې، چې ۱.۵ میلیونه یې بایومتریک او د منلو دي او ۱.۲ میلیونه یې غیر بایومتریک او تقلبي دي.»

دغه راز حکمتیار و ویل، چې د ۲۴۳۲ محلونو د رایو بیا شمېرنه او یا یې ابطال د حل لار نه ده، بلکې د حل لار دا ده، چې په یادو محلونو کې د سره ټاکنې وشي، او وروسته ټولې رایې د سره شمار او بیا د ټاکنو پایلې اعلان شي.

نوموړي دا هم و ویل، چې د کمېسیون له خوا د ۸ زره محلونو د رایو بیا شمېر هم دوی ته د منلو نه دی او که کمېسیون بیا شمېرنه کوی، نو ټولې رایې دې بیا له سره وشمېرل شي.

همدارنګه حکمتیار په تاکنو کې د درغلیو، سرغړونو او ټاکنیزو جرمونو په تړاو و ویل، چې د دغه ستونزې د حل لپاره باید یو باصلاحیت او د ټولو نوماندانو په سلا مشوره یو قضايي پلاوی وټاکل شي، ځکه د دغه ستونزو هواری د څارنوالۍ او محکمې له توانه پورته خبره ده.

حکمتیار ټینګار وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون د د رایو بیا شمېرنې پروسه ودروي، په جنجالي محلونو کې د بیا انتخابات وکړي، که نه د ټاکنو پایلې نه مني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي