۰
چارواکي:

ننګرهار کې داعش مات شوی، ۹۵ سلنه خاوره له داعش او طالبه پاکه شوې

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د ماتې خبر ورکړ وايي، د وسله والو پر ضد عملیات به دوام ولري.
ننګرهار کې داعش مات شوی، ۹۵ سلنه خاوره له داعش او طالبه پاکه شوې
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د ماتې خبر ورکړ وايي، د وسله والو پر ضد عملیات به دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۱۹ مه ننګرهار ته د سفر او د دغه ولایت د نوي امنیه قوماندان د معرفۍ په مراسمو کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د افغان ځواکونو د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې داعش په ننګرهاهر ولایت کې ماته خوړلې او ګڼ مرکزونه یې له منځه وړل شوي.

د هغه په دې که د داعش کوم مرکز په دغه ولایت کې پاتې هم وي، هغه به هم د خلکو په مرسته او د افغان ځواکونو پر مټ له منځه یووړل شي.

ښاغلي انداربي وايي، د دې ډلې وسله وال په وړو ګروپونو کې ځانونه په ننګرهار کې دولت ته تسلیموي او په نورو ولایتونو کې به هم د داعش وړې ډلې له منځه یوړل شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، ننګرهار کابو ۹۵ سلنه له طالب او داعش وسله والو پاک شوی دی.

د هغه په وینا یوازې په حصارک، خوګیاڼو ولسوالیو او د سپین غره لمن کې یو څو نقطې پاتې دي، چې هغه به هم د پلان له مخې له وسله والو پاکې کړی شي.

د ننګرهار والي وایي، د افغان ځواکونو د عملیاتو سره سم داعش نه یوازې ماته خوړلې، بلکې د دې ډلې غړي ورخطا دي او ځانونه دولت ته تسلیموي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ هم ۲۹ داعشیانو او ۷ وسله والو طالبانو ځانونه دولت ته تسلیم کړل.

خو طالبانو د خپلو کسانو د تسلمېدو خبر رد کړه ویې ویل، چې ۳۲ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي