۰

مشرانو جرګه طالبانو ته! د سولې پروسه کې پلمې مه لټوي

یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
مشرانو جرګې د چین بین الافغاني ناستې ته د طالبانو په څرګند کړي غبرګون کې پر هغوی غږ وکړو چې د سولې پروسه کې د پلمې نه لټوي بلکې مخامخ خبرو ته د غاړه کېږدي.
مشرانو جرګه طالبانو ته! د سولې پروسه کې پلمې مه لټوي
مشرانو جرګې د چین بین الافغاني ناستې ته د طالبانو په څرګند کړي غبرګون کې پر هغوی غږ وکړو چې د سولې پروسه کې د پلمې نه لټوي بلکې مخامخ خبرو ته د غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په پام کې ده، چې  چین پلازمېنه بېجنګ کې بین الافغاني ناسته جوړه شي، خو د دغه ناستې له جوړېدو وړاندې طالبانو ویلي، دوی په غونډه کې د افغان حکومت له استازو سره د حکومت د استازو په توګه نه بلکې د افرادو په توګه خبرې کوي.

طالبانو ویلي و، په دغه ناست کې چې څوک ګډون کوي، د افرادو په حیث په خپل نظریات څرګندوني نه د کوم لوي.

خو مشرانو جرګې د طالبانو پر دغه دریځ نیوکه وکړه او دا یې د سولې پروسې پر وړاندې د طالبانو یو ډول پلمې لټول وبلل.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لړم ۱۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې طالبان دې د سولې پروسه کې پلمې نه لټوي.

ښاغلي مسلم یار زیاته کړه« تر څو چې موږ (افغان حکومت) او طالبان خپلو کې سره خبرو ته کښې نه نو، نه شو کولی د بهرنیو هېوادونو سره په مذاکراتو د افغانستان ستونزې حل کړو.»

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو بل غړي محمحد اکبر هم ټینګار وکړ، چې د سولې هر ډول خبرې اترې باید له افغان دولت سره د اساسي قانون په چوکاټ کې او د ۱۸ کلونو لاس ته راوڼو په پام کې نیولو تر سره شي او له دې پرته به هېڅ ډول مثبته پایله ونه لري.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د سولې پروسه کې له اساسي قانون څخه عدول وشي په هغه صورت کې هېڅ څوک له هېڅ لوري استازیتوب نه شي کولی او خلکو ته هم د منلو نه ده.

ښاغلي اکبر و ویل«که څوک غواړي افغانستان کې شریعت پلی کړي، دا کار هم باید د اساسي قانون په چوکات کې تطبیق شي، ځکه د افغانستان اساسي قانون هم اسلامي دی.»

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت وايي، د بېجنګ غونډې لپاره یې د ګډون کوونکي پلاوي لېست بشپړ کړی، خو دا لېست یې له ولس سره نه دی شریک کړی.

که څه هم ټاکل شوې وه د بېجنګ غونده څو ورځې وړاندې جوړې شي، خو د افغان حکومت په غوښتنه ځنډول شوې او ویل کېږي، چې په همدې نوامبر میاشت کې به جوړ شي.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي د دغه غونډې جوړېدو لپاره د افغان حکومت یوه پلاوي د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د ملي امنیت شورا د مرستیال سره هم خبرې کړې دي.

دغه راز ویل کېږي د طالبانو پلاوی هم د همدې چنايي پلاوي سره د بېجنګ ناستې د جوړېدو په اړه خبرې اترې کړې دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي