۰

۲۹ داعشیان او ۷ طالبان افغان حکومت ته تسلیم شوي

یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۵
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې ۲۹ داعشیان او ۷ وسله وال طالبان افغان ځکومت ته تسلیم شوي دي.
۲۹ داعشیان او ۷ طالبان افغان حکومت ته تسلیم شوي
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې ۲۹ داعشیان او ۷ وسله وال طالبان افغان ځکومت ته تسلیم شوي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، دغه داعشیان او طالبان د افغان ځواکونو د روانو عملیاتو په نتیجه کې افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.

په ورته وخت کې دالي دا هم وايي، په ننګرهار کې د داعش پر ضد د افغان پوځیانو عملیات د دې لامل شول، چې داعش وسله وال ډېورنډ کرښې پورې غاړې اورکزیو ته واوړي.

که څه هم والي د تسلیم شویو داعشیانو او طالبانو د هویت او وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند ویلي دغه داعشیان پرون شنبې د لړم ۱۸مه افغان حکومت ته تسلیم شوي دي خو د طالبانو تسلیمېدل یې رد کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پرون یوازې ۳۲ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شوي دي او په تسلیم شویو کسانو کې هېڅ یو هم طالب نه وو.

مجاهد بیا دا ویلي، چې داعشیان له دوی سره تر جګړو وروسته اړ شوي، چې حکومت ته تسلیم شي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي