۰

حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیول شوی دی

شنبی ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیولی دی.
حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي نسیم سګ پرون جمعه د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، نسیم سګ په ۱۳ مې او ۱۸ حوزو اړوند سیمو کې د غلا، لار شکوونې او چپاولګرۍ په څو پېښو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا د یوې موټي برچې سره باالفعل ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي غله د څلور ځلې لار شکوونکې، غلا او د موبایلو د چپاولګرۍ په اړه اعتراف کړی، چې قضیه یې اوس هم تر پلټنو لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي