د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، حکومت یوې تل باتې او باعزته سولې ته کلک ژمنی دی او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې غواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې پرون جمعه یې د شهید مصطفی کاظمي په ۱۲ مه تلین غونده کې وینا کوله و ویل، چې د سولې د خبرو او سولې لپاره د تاوتریخوالي کموالي اړین دی.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«د یوې باعزته سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او له افغان دولت سره د طالبانو مخامخ مذاکرات پیلول د باور رامنځ ته کولو لپاره خورا اړین او مهم دي.»
د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او که طالبان اوربند کوي، حکومت د باور فضا رامنځ ته کولو لپاره چمتو دی، چې د قانون په چوکاټ کې مهم طالب بندیان خوشي کړي.
بل خوا دانش په خپلو خبرو کې ټاکنو ته هم اشاره وکړه او د ټاکنیزو کمېسیونونو څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
ښاغلي دانش د ټاکنو له ټولو ښکېلو غاړو هم غوښتنه وکړه، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي او قانون تر پښو لاندې نه کړي.
نوموړي و ویل، هېڅوک حق نه لري، چې انتخاباتو ته د یوې وسلې په توګه وګوري او خپل شخصي نظر پرې تحمیل کړي او پر وینا یې د ټاکنو کمېسیون باید په خپلواکه توګه عمل وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل