د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له ځنډ پرته په مشخص شویو محلونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون چارواکي وايي، دوی د ټاکنو کمېسیون ته د هغه محلونو چې رایې یې بیا شمېر کېږي معلومات کمېسیون ته لېږلي دي.
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې نن پنشنبې د لړم ۱۶ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د یواځینې قانوني مرجع په توګه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړې د عملي کېدو وړ دي.
هغې و ویل« موږ په جدي ډول د هغو مرکزونو او محلونو چې په کې بیا شمیرنې ته اړتیا ده د فوري او عاجلو بیاشمیرنې غوښتونکي یو او له هغې پرته به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ولایتي رئیسانو سره قانوني چلند وشي.»
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د معلوماتو په اساس د ۸۸ نورو محلونو رایې هم، چې په اړه یې د استیناف غوښتنه شوې بیا شمیرلو ته اړتیا لري او دغه راز، د ۲۶۵ نورو محلونو رایې باید په سیستم کې له داخل شویو رایو سره بیا وارزول شي.
همدا شان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ټینګار وکړ، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتایجو د اعلان نېټه، چې د لړم ۲۳مه ده، بیا و نه ځنډول شي.
د دغه کمېسیون یو کمېشنر قاسم الیاسي په یاده ناسته کې و ویل، د ټاکنو د مهالویش ځنډول د قانون د نقضولو په معنی ده او ځینې وخت سرغړونه، تخطي او جرم ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، که د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه په همدې ډول نقض شي د خلکو له نظره او د شکایتونو د کمېسیون له نظره په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده.
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون غړي الیاسي دغه راز ټینګار وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون باید د درملوک کمپنۍ د راپور جزیات له خلکو سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش