۰
راند پال:

امریکا باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغان ځواکونه تجهیز کړي

چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
امریکا باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغان ځواکونه تجهیز کړي
امریکايي سناتور راند پال په تازه څرګندونو کې ویلي، ټول امریکايي جنرالان پر دې باور دي، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري بلکې د سیاسي لارې باید پای ته ورسول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پال له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې امریکايي ځواکونه د کلونو لپاره په افغانستان کې وو.

خو په وینا یې هلته جګړه پای ته و نه رسېده، نو دا ثابته شوې ده چې د سرتېرو په زیاتولو دلته روانه جګړه پای ته نه شي رسېدلی، بلکې سیاسي حل یې یوازینۍ لار ده.

نوموړي ویلي دې ته په کتو چې افغان جګړه پوځي حل لار نه لري امریکا ته پکار ده، چې خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي، ځکه نور یې په دغه هېواد کې حضور ته اړتیا نشته ده.

امریکايي سناتوز وايي، امریکا باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغان ځواکونه تجهیز کړي، د سیاسي مذاکراتو لړۍ پراخه کړي او په دغه هېواد کې له ديپلوماتیکو لارو روانه جګړه پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي