۰

د سرحدي ځواکونو قوماندان: د پاکستان د هر ډول تېري ځواب ته چمتو یو

چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۹
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا عمومي قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وایي، افغان ځواکونه د پاکستان له لوري د هر ډول تېري ځواب ویولو ته چمتو دي.
د سرحدي ځواکونو قوماندان: د پاکستان د هر ډول تېري ځواب ته چمتو یو
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا عمومي قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وایي، افغان ځواکونه د پاکستان له لوري د هر ډول تېري ځواب ویولو ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حسین خېل دغه څرګندونې د کونړ ولایت ناړې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې ده.

د جنرال حسین خېل په وینا د ده تر قوماندې لاندې افغان ځواکونه ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مهمو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د پاکستاني پوځیانو او ملېشو هر ډول ځواب ته پوره چمتوالی لري او که کومه سرغړونه وکړي، سخت ځواب به ورکړي.

حسین خېل وایي، افغان امنیتي ځواکونه په دوکلام او ناړې ولسوالیو کې د امنیتي پوستو د جوړولو په حال کې دي او دوی به هېچا ته پر افغان خاوره د تېري اجازه ورنکړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه هغه مهال افغان او پاکستاني ځواکونه په جګړه کېوتل، چې پاکستان تر صفري نقطې دې خوا ته د تاسیساتو جوړلو پل کړل، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

که څه هم اوس په سیمه کې جګړه درېدلې او د دواړو لورو تر منځ پر اوربند موافقه شوې، خو لا هم افغان ځواکونه لاس په ماشه دي او وایي، که پاکستان بیا برید وکړي ځواب به یې ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي