۰
مشرانو جرګه:

د آی اس آی له خوا د افغان سفیر احضارول د بې حیایۍ وروستۍ حد دی

سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د افغانستان د مشرانو جرګه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی له خوا د افغان سفیر احضارول د دغه هېواد د بې حیایۍ وروستۍ حد بولي.
د آی اس آی له خوا د افغان سفیر احضارول د بې حیایۍ وروستۍ حد دی
د افغانستان د مشرانو جرګه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی له خوا د افغان سفیر احضارول د دغه هېواد د بې حیایۍ وروستۍ حد بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو د جرګې د نن سه شنبې لړم ۱۴ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې د آی اس آی دا کار د دیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

د سناتورانو په وینا د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د هېڅ هېواد استخبارات دا حق نه لري، چې د بل هېواد سفر احضار کړي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د افغان سفیر احضارول او بیا د هغه توهین او سپکاوي د پاکستان د بې حیایۍ وروستی حد ښيي.

د جرګې بل غړي محی الدین منصف و ویل، پاکستان نه یوازې د نړیوالو او دیپلوماتیکو اصولو خلاف افغان سفیر احضار کړی، بلکې دغه هېواد هره ورخ د افغانستان په سرحدي سیمو تېری کوي، چې دا کار یې هم د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او ښکاره تېری دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید دواړو موضوعات (هم د سفیر احضارولو او هم پر افغان سرحدي سیمو د پاکستاني ځواکونو تېری) په جدي توګه وڅېړي.

بل خوا د جرګې غړو د پاکستان له خوا په کابل کې د خپلې کونسلګرۍ تړل او افغانانو ته د وېزې نه ورکړه هم د ديپلوماتیکو اصولو خلاف عمل وباله.

سناتور صفي الله هاشمي وايي، پاکستان د قونسلګرۍ په تړلو او افغانانو ته د وېزې په نه ورکولو سره یوازې غواړي په افغانستان کې ستونزې زیاتې او د بحران رامنځ ته کېدو ته لمن و وهي.

د مشرانو جرګې رییس هم د قونسلګرۍ په اړه د پاکستان وړاندې کړی دلیل غیر موجه وباله ویې ویل، پاکستان ښايي په دې کار سره په افغانستان کې د ځينو نورو اهدافو په لټه کې وي.

فضل الهادي مسلم یار د افغانستان پر بهرنیو چارو وزارت غږ وکړ، چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او معلومه کړي، چې له دغه کار څخه د پاکستان هدف څه دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي