ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل پغمان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې عملیات کله پیل شوي، خو وایي، د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال مخالیفین وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دوه تنه وسله وال د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ د ده ګانان په سیمه کې او یو تن هم د بادام قل په سیمه کې وژل شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت وایي، د ارغندۍ سیمې د علي شېر غره کې یې د وسله والو مخالفینو د وسلو او مهماتو دیپو هم له منځه وړې او ۸ فیره مزایل چې وار ته برابر شوي و، شنډ کړل شوي.
بل خوا کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ځانګړو پولیسو په عملیاتو کې د دوه وسله والو طالبانو د وژل کېدو او یوه تن د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو پولیسو دغه عملیات تېره شپه تر سره کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل