۰
بهرنیو چارو وزارت:

د آی اس آی له خوا د افغان سفیر احضارول د نړیوالو دپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی

سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی له خوا په اسلام آباد کې د افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل په احضارولو توند غبرګون ښودلی دی.
د آی اس آی له خوا د افغان سفیر احضارول د نړیوالو دپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی له خوا په اسلام آباد کې د افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل په احضارولو توند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، آی اس آی پرون افغان سفیر احضار کړی، چې داکار یې د نړیوالو دپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان (آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د خپل کلک اعتراض او اندېښنې مراتب اظهاروي او دا عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.»

خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې له افغان سفیر سره څه ډول ناوړه چلند شوی دی او نه هم روښانه ده چې ولې د هغه هېواد استخباراتو افغان سفیر احضار کړی دی.

کابل له اسلام اباد څخه غوښتي دي چې افغانستان سره خپلو ډېپلوماتیکې اړیکو ته دې د نړیوالو کنوانسیونونو او د ډېپلوماتیک منل شوي دود په رڼا او مطابقت کې چلند وکړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلي، خو پرون د دې هېواد د بهرنیو وزارت ویلي وو چې د افغانستان شارژدافیر مو احضار کړی و.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان دولت د هغه هېواد او د نورو سفارتونو ډېپلوماتانو مصئونیت تامینولو ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې کابل کې یې له دیپلوماتانو سره ناوړه چلند شوی او له همدې امله یې افغان شارزدافیر احضار کړی و.

دغه راز پاکستان دا هم ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله یې کابل کې د سفارت قونسلګري هم تړلې او افغانانو ته یې د وېزې ورکړه تر بل امر پورې ځندولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي