۰
د ماشومانو د ملاتړ اداره:

په تېرو ۴ کلونو کې ۶۰۰ افغان ماشومان په ماین چاودنو کې وژل شوي

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
له ماشومانو د ملاتړ اداره یا Save the children په افغانستان کې د ماشومانو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وايي، په تېرو کلونو کې د افغان ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
په تېرو ۴ کلونو کې ۶۰۰ افغان ماشومان په ماین چاودنو کې وژل شوي
له ماشومانو د ملاتړ اداره یا Save the children په افغانستان کې د ماشومانو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وايي، په تېرو کلونو کې د افغان ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن دوشنبې د لړم ۱۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ کې د ښوونځي پر ماشومانو شوې چاودنې ته په اشارې، چې ۹ ماشومان په کې و وژل شول ویلي، د دغه پېښې عاملین باید په دې اړه ځواب و وايي.

دغه اداره د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر اساس وايي، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو په جریان کې په افغانستان کې ۱۲۵۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرچینې په وینا په دغه کلونو کې یوازې په د سړک د غاړې په ماین چاودنو کې ۶۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې، ماشومان باید د وژل کېدو او ټپي کېدو له وېرې پرته ښوونځي ته ولاړ شي او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړي، چې د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د بغلان ولایت په ډنډي شهاب الدین ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د دوه ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي و وژل شول او شپږو نور یې ټپیان شول.

تر دې دوه ورځې وړاندې د تخار په درقد او د پکتیکا په سرروضې ولسوالیو کې هم د سړک د غاړې ماین چاودنو د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي وګړي وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي