۰

پاکستاني ځواکونو پکتیکا کې کانونه او طبعي ځنګلونه لاندې کړي

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، پاکستاني ځواکونه په ډېورنډ فرضي کرښه تر صفري نقطې اته کیلومتره د افغانستان پلو راغلي او د اغزن تار لګول یې پیل کړي دي.
پاکستاني ځواکونو پکتیکا کې کانونه او طبعي ځنګلونه لاندې کړي
په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، پاکستاني ځواکونه په ډېورنډ فرضي کرښه تر صفري نقطې اته کیلومتره د افغانستان پلو راغلي او د اغزن تار لګول یې پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا پاکستاني ځواکونه نه یوازې تر صفري نقطې مخ ته راغلي، بلکې په دغه سیمه کې یې شته کانونه او طبعي ځنګلونه هم لاندې کړي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي، پاکستاني ځواکونو د کرومایټو یو مهم کان او دغه راز په یاده سیمه کې د جلغوزیو یو ستر ځنګل لاندې کړی دی.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي د جرګې د نن دوشنبې لړم ۱۳ مې غونډې په امتیازي ساعت کې و ویل، چې پاکستاني ځواکونه د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې تر فرضي کرښې کابو ۸ کیلومتره د افغانستان خوا ته راغلي.

د هغه په وینا پاکستاني ځواکونو له تېرو لسو ورځو راهیسې په یاده سیمه کې د کرومایټو کان، د جلغوزو ستر ځنګل نیولي او دغه راز یې پر کرښه د اغزن تاز غځول پیل کړي دي.

د ولسي جرګې غړی خالد اسد وایي، حکومت باید د دغو دوو مهمو سیمو په اړه دې اقدام وکړي او په وینا یې دا د افغانستان خاوره ده او حکومت د قوانینو له مخې اړ دی چې له هر لوېشت خاورې دفاع وکړي.

د جرګې مشر میر رحمان رحمانی هم تایید کړه، چې پاکستاني ځواکونه د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې مخ ته راغلي او د افغانستان د کرومایټو کان او د جلغوزیو ځنګل یې لاندې کړی.

نوموړي د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د موضوع په تړاو ژر تر ژره اړوند مسوولین راوغواړي او ځواب ترې لاس ته راوړي، تر چې د پاکستان د تېریو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان څو ورځې وړاندې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې هم له ډېورنډ فرضي کرښې دې خوا ته د تاسیساتو په جوړولو پیل کړی و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او تاسیسات یې وروسوځول شول.

په دغه سیمه کې د افغان پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته هم وشوه، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر پاکستانیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي