۰

د کابل او کویت تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۰۱
د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا دا کار به د دوی اړیکې سره لا ټینګې کړي.
د کابل او کویت تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول
د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا دا کار به د دوی اړیکې سره لا ټینګې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه الوتنو پرانست غونډه پرون په کویټ کې د افغان سفیر سید جواد هاشمي او کویټي چارواکو له خوا شوې ده.

د کویټ ټایمز ورځپاڼې د افغان سفیر سید جواد هاشمي له قوله وایي، دا کار به د دواړو ملتونو تر منځ اړیکې لا غښتلې او نېږدې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلن ادارې هم د کابل او کویټ تر منځ د نېغو الوتنو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروازونه به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې هم غښتلې کړي.

د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، ډېر ژر به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم له کابله مستقیم پروازونه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي