۰
د ټاکنو د پایلو د ځنډ په اړه د سناتورانو اندېښنه:

دا ځل به د جان کېری پر ځای درملوک کمپنۍ د افغانانو برخلیک ټاکي

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
د مشرانو جرګې ځینو غړو د ټاکنو د پایلو د ځنډ او په دغه پروسه کې د درملوک کمپنۍ د کړنو په اړه اندېښه وښوده ویې ویل، نباید په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تجربه تکرار شي.
دا ځل به د جان کېری پر ځای درملوک کمپنۍ د افغانانو برخلیک ټاکي
د مشرانو جرګې ځینو غړو د ټاکنو د پایلو د ځنډ او په دغه پروسه کې د درملوک کمپنۍ د کړنو په اړه اندېښه وښوده ویې ویل، نباید په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تجربه تکرار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو د ټاکنو د پایلو په ځنډ کې پر کمېسیون او د دوی په وینا د هغوی پر کمزوري مدیریت هم نیوکه وکړه.

د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر د نن یکشنبې لړم ۱۲ مې په عمومي غونده کې د درملوک شرکت د کړنو په اړه و ویل«لکه د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په څېر چې جان کېري د ټاکنو پایلې اعلان کړي، داسې نښې ښکاري، چې د دا ځلي ټاکنو پایلې به هم درملوک شرکت اعلان کړي.»

د جرګې یو بل غړي کامل بیک حسیني هم و ویل، چې د ټاکنو پایلو هم دوی او هم د افغانستان خلک په اندېښنه کې کړي دي.

هغه د ټاکنو کمېسیون د قوانینو په ماتولو تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې په دغه کمېسیون کې د ننه یو بل کمېسیون چې د درملوک په نوم دی جوړ شوی، چې لیدل کېږي تصمیم نیونکی دی.

ښاغلي حسیني دا هم و ویل، چې کابل کې د امریکا سفیر هره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورځي او د دغه کمېسیون اجندا ورته ټاکي.

نوموړي و ویل، د افغانستان خلک د ټاکنو په کمېسیون کې د هر ډول مداخلې کلک مخالف دي او تمه ده، چې کمېسیون ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد آصف صدیقي هم د ټاکنو د پایلو پر ځنډ اندېښنه وښوده او پر کمېسیون یې غږ وکړ، چې باید ژر تر ژره د ټاکنو د پایلو په اړه پرېکنده ګامونه اوچت او پایلې اعلان کړي.

صدیقي ټاکنیزو کمېسیونو ته خبرداری ورکړ، چې که ونه کلی شي د ټاکنو پایلو اعلان مدیریت کړي، نو په وینا یې دوی به هم د مخکنیو کمېسیونونو په برخلیک اخته شي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي