۰

په ۱۸ کلونو کې کابو ۱۱۰ خبریالان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۶
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په تېرو ۱۸ کلونو کې کابو ۱۱۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د ترهګرو ډلو او زورواکانو له خوا وژل شوي دي.
په ۱۸ کلونو کې کابو ۱۱۰ خبریالان وژل شوي دي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په تېرو ۱۸ کلونو کې کابو ۱۱۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د ترهګرو ډلو او زورواکانو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د چارواکو په وینا دغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د هغه افشاګریو قرباني شوي، چې د ترهګرو ډلو، مافیايي کړیو او زورواکو په اړه یې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراني معین فاضل سانچارکي نن یکشنبې د لړم ۱۲ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال و ویل، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل او قاتلین، ترهګرې ډلې، مافیايي کړۍ، زورواکي او دغه راز نړیوال ځواکونه دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د همدغه ډلو له خوا خبریالان هغه وخت له تاوتریخوالي سره مخ شوي او قرباني شوي، چې کله یې د هغوی په اړه افشاګرۍ کړې دي.

سانچارکي زیاته کړه، چې د له خبریالانو سره د نړیوالو ځواکونو د تاوتریخوالي په اړه یې بهرنیو چارو وزارت ته مکتوبونه لېږلي، تر څو له ديپلوماتیکو لارو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وشي او قضیې یې وڅېړل شي.

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي صدیق الله توحیدي پر حکومت نیوکه وکړه، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه څېړي.

نوموړي و ویل، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۰۱ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې، خو دغه قضیو ته رسیدګي نه ده شوې.

دغه راز د نی اجرائیوي رییس مجیب خلوتګر هم له خبریالانو سره خبرو کې و ویل، چې د ۱۱۰ خبریالانو د قتل د قضیو څخه یوازې ۶ یې په عدلي ارګانونو کې وروستۍ شوې او یا د ورستۍ کېدو په حال کې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له حکومت نه وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د معافیت لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي