۰

پاکستان تر اوسه د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه دی کړی

شنبی ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان په خپله خاوره کې له پراخ تجهز، روزنې او تمویل څخه برخمنو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه دی کړی.
پاکستان تر اوسه د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه دی کړی
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان په خپله خاوره کې له پراخ تجهز، روزنې او تمویل څخه برخمنو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې اړوند یو راپور کې ویلي، القاعده ډله په آسیا کې له منځه نه ده تللې او لا یې هم یو شمېر د رهبرۍ تر کچې په پاکستان او افغانستان کې پټ دي.
 
په دې راپور کې ویل شوي، د پاکستان تر وزر لاندې رالویه شوې ډله لشکر طیبه په ۲۰۱۸ کال کې د دې جوګه وه چې په افغانستان او هند کې یو شمېر اهداف په نښه کړي او لوی بریدونه پرې وکړي.

په راپور کې ټینګار شوی که څه هم پاکستان ظاهرا د دغې ډلې مشر حافظ سعید نیولی او په زندان کې یې ساتلی، خو لا تر اوسه یې په خپله خاوره کې له پراخ تجهیز، روزنې او تمویل څخه برخمنې ترهګرې ډلې جیش محمد او لشکر طیبه ځپلې ندي او نه یې هم پر ضد ګامونه اخیستي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي چې پاکستان ژمنه ورکړې وه چې د طالبانو او حقاني شبکې څخه به نه یوازې ملاتړ دروي، بلکې مخه به یې هم نیسي.

خو په وینا یې پاکستان لا تر اوسه په افغانستان کې د دغو ډلو له کبله د راپورته کېدونکو ګواښونو مخنیوی نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي