۰

ولسي جرګې د اوبو د تنظیم قانون تصویب کړ

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۶
ولسي جرګې د اوبو د تنظیم قانون نوې طرحه چې ۶ څپرکیه او ۴۱ مادې ده، د کمو بدلونونو او اصلاحاتو په راوستو سره د رایو په اکثریت تصویب کړه.
ولسي جرګې د اوبو د تنظیم قانون تصویب کړ
ولسي جرګې د اوبو د تنظیم قانون نوې طرحه چې ۶ څپرکیه او ۴۱ مادې ده، د کمو بدلونونو او اصلاحاتو په راوستو سره د رایو په اکثریت تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد قانون طرحه د جرګې د طبعي سرچینو د کمېسیون له خوا نن چهارشنبې د لړم ۸ مه په عمومي غونډه کې وړاندې کړه.

د یاد کمېسیون غړې نفیسه عظیمي و ویل، چې دغه طرحه د اوبو د ښه تنظیم او مدیریت په خاطر چې د حکومت له یو مهمو اقداماتو څخه جوړوي، تر تیب شوې ده.

د هغې په وینا د دغه قانون هدف د اوبو لګونې چارو تنظیم، له آبي سرچینو څخه حد اکثر ګټه اخیستل، د اوبو د حکومتولی ښه والی او د اوبو رسونې د شبکې غښتلتیا ده.

نوموړې زیاته کړه چې د جرګې د طبعي سرچینو کمېسیون له یوې اونۍ راهیسې د دغه قانون په طرحه کار کړی او ځینې بدلونونه او وړاندیزونه یې په کې ځای کړي دي، چې په خبره یې د کمېسیونونو په ګډه ناسته کې هېڅ ډول اختلاف پرې نه دی شوی.

په پای کې د ولسي جرګې رییس د اوبو د تنظیم قانون طرحه رایې ته وړاندې کړه، چې له نېږدې ۱۴۰ وکیلانو څخه یوازې د دریو رایو په اختلاف په اکثریت سره تصویب شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي