۰

ولسي جرګه د افغان پوځ مشر استجوابوي

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د ولسي جرګې غړو په جوزجان ولایت کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په غبرګون کې غواړي د افغان پوځ مشر د جرګې دفاعي کمېسیون ته د استجواب لپاره ورغواړي.
ولسي جرګه د افغان پوځ مشر استجوابوي
د ولسي جرګې غړو په جوزجان ولایت کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په غبرګون کې غواړي د افغان پوځ مشر د جرګې دفاعي کمېسیون ته د استجواب لپاره ورغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ځینو غړو د نن چهارشنبې لړم ۸ مې په غونده کې و ویل، چې د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پر مهال ګنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جرګې غړې حلیمه صدف کریمي و ویل، طالبانو دوه شپې وړاندې د آقچه ولسوالۍ د بالای حصار په پوستو په بریدونو کې ۳۳ افغان سرتېري وژلي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړې دا تور هم پورې کړې، چې د همدې برید په ورځ یې غوښتل د تازه دمه ځواکونو د لېږلو او ګواښ د کمېدو په موخه له امنیتي چارواکو سره اړیکه ونیسي خو ونه توانېده.

خو د جرګې یو بل غړي میر حیدر افضلي بیا و ویل، چې د طالبانو د وړمې شپې په برید کې ۲۷ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوی دي.

په پای کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د جرګې دفاعي کمېسیون ته سپارښتنه وکړه، چې د امنیتي بنسټونو د نه همغږۍ په تړاو امنیتي چارواکي کمېسیون ته وروغواړي او پوښتنې ترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي