۰

امنیتي چارواکي: جوزجان کې موټر بم برید ۱۰ طالبان وژلي

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې خپل موټر بم چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي: جوزجان کې موټر بم برید ۱۰ طالبان وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې خپل موټر بم چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جوزجان امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه د یاد ولایت په مرادیان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان ویلي، طالبانو غوښتل په دغه موتر بم باندې د جوزجان – بلخ پر لویه لار پر افغان ځواکونو برید وکړي، خو د روانېدو پر وخت یې خپله پر طالبانو چاودنه کړې.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژ شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي