راپورونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۸ مه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه وایي، چاوېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي و او موخه یې د کندهار د اتمې حوزې د پخواني امر ورور.
د راپورونو پر اساس په چاودنه کې د کندهار د اتمې حوزې د پخواني امر ورور ته زیان نه دی رسېدلی خو ۷ نور ملکی وګړي یې ټپیان کړي دي.
د کندهار چارواکو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا اخیستی.
جمهورخبري اژانس:کندهار